تخار؛ خواجه بهاالدین ولسوالۍ کې د ۲۵ چاپندازانو ترمنځ د وزلوبې سیالۍ پای ته ورسېدې

د تخار ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د وزلوبې، نېزه وهنې او سیمه ییزو لوبو ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په خواجه بهاالدین ولسوالۍ کې د ۲۵ چاپندازانو ترمنځ د وزلوبې سیالۍ، چې درې ورځې مخکې پيل شوې وې پای ته ورسېدې.
د دغو سیالیو په پایله کې عبدالرشید پهلوان، علیم پهلوان او سیف الدین پهلوان تر نورو ښه وځلېدل او بریاوې یې ترلاسه کړې.
د یادو سیالیو موخه د وزلوبې ورزش ته وده ورکول او د چاپندازانو ترمنځ یووالی رامنځته کول و.