تخار؛ خواجه غار ولسوالۍ کې د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د تخار ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د والیبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په خواجه غار ولسوالۍ کې د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې.
د دغو سیالیو په پایلوبه کې میهن لوبډلې خپلې سیالې امو لوبډلې ته د ۳/۲ میدانونو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي یې خپله کړه.
د یادو سیالیو موخه د والیبال ورزش ته وده ورکول او د ځوانانو ترمنځ یووالی رامنځته کول و، چې پنځه ورځې یې دوام وکړ.
د سیالیو په پای کې د ورزش مسؤلینو له لوري غوره لوبډلې ته داتلولۍ جام او غوره لوبغاړو ته ورزشي ډالۍ ورکړل شوې.