تخار؛ درقد ولسوالۍ کې د پیږنځو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د تخار ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د والیبال فدراسیون د استازولۍ له لوري په درقد ولسوالۍ کې د پنځو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ د استقلال لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
د دغو سیالیو په پایلوبه کې استقلال ینګي قلعه لوبډلې خپلې سیالې B خواجه لوبډلې ته د ۳/۱ میدانونو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي یې خپله کړه.
د یادو سیالیو موخه والیبال ورزش ته د ځوانانو هڅوول و.
د سیالیو په پای کې د ورزش مسوولینو له لوري غوره لوبډلې ته د اتلولۍ جام او غوره لوبغاړو ته چمتو شوې ډالۍ ورکړل شوې.