تخار؛ رستاق ولسوالۍ کې د ۴۰ چاپندازنو ترمنځ د وزلوبې سيالۍ پای ته ورسېدې
د تخار ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د وزلوبې، نېزه وهنې او دوديزو لوبو ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په رستاق ولسوالۍ کې د ۴۰ چاپندازنو ترمنځ د وزلوبې سيالۍ پای ته ورسېدې.
په دغو سياليو کې شمشاد، ذکر جرات، عتیق الله، کفایت الله، ذبیح الله، منان او اسماعيل پهلوانان تر نورو ښه وځلېدل او د ډاليو ګټونکي شول.
د يادو سياليو موخه د وزلوبې ورزش ته وده ورکول او د خلکو ترمنځ سالمه تفرېح برابرول و، چې دوې ورځې يې دوام وکړ.
