تخار؛ مرکز تالقان ښار کې د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د فوټبال غوره لیګ سیالۍ پيل شوې

د تخار ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د فوټبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت د مرکز تالقان ښار په ښاروالۍ چمن کې د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د فوټبال غوره لیګ سیالۍ پيل شوې.
دغه سیالۍ، چې دوې میاشتې به دوام وکړي، په لومړۍ لوبه کې د سید عبدالله مکتب لوبډلې خپلې سیالې ستاره لوبډلې ته د ۵/۰ ګولونو په توپير ماتې ورکړه او بریا یې خپله کړه.