تخار؛ مرکز تالقان ښار کې د ۱۸ ورزشکارانو ترمنځ د رسۍ کشولو سيالۍ وشوې
د تخار ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د ملي او سيمه ييزو لوبو مديريت له لوري د ياد ولايت په مرکز تالقان ښار کې د ۱۸ ورزشکارانو ترمنځ د رسۍ کشولو سيالۍ وشوې.
د دغو سياليو په پايله کې محمد اسماعیل لوبډلې لومړی او قیس الله لوبډلې دویم مقام خپل کړ.
د يادو سياليو موخه ملي او دوديزو لوبو ته وده ورکول و، چې يوه ورځ يې دوام وکړ.
