تخار؛ مرکز تالقان کې د ۴۰ ورزشکارانو ترمنځ د تېږې اچونې سیمه ییزې سیالۍ وشوې
د تخار ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت له لوري د یاد ولایت په مرکز تالقان کې د ۴۰ ورزشکارانو ترمنځ د تېږې اچونې سیمه ییزې سیالۍ وشوې، چې یوه ورځ یې دوام وکړ.
د دغو سیالیو په پایله کې غفور پهلوان د زیاتو امتیازونو په ترلاسه کولو سره لومړی او احسان پهلوان دویم مقام خپل کړ.
