تخار؛ چاه آب ولسوالۍ کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ د الفاروق لوا کنډک په اتلولي پای ته ورسېدې
د تخار ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په چاه آب ولسوالۍ کې د شپږ لوبډلو ترمنځ د والیبال پسرلنۍ سیالۍ د الفاروق لوا کنډک لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.
د یادو سیالیو پایلوبه د الفاروق لوا کنډک او پیکان لوبډلو ترمنځ ترسره شوه چې په پتیله کې یې د الفاروق لوا کنډک د ۰/۳ میدانونو په توپیر سیالې لوبډلې ته ماتې ورکړه او اتلولي یې په خپل نوم کړه.
دغه سیالۍ په چاه آب ولسوالۍ کې د والیبال لوبې د ودې او پراختیا په موخه ترسره شوې چې یوه اوونۍ یې دوام وکړ.
