تخار؛ ینګي قلعه ولسوالۍ کې د ۱۱۰ کورشکارانو ترمنځ د کورش سیالۍ ترسره شوې

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۲ - ۲۳:۱
تخار؛ ینګي قلعه ولسوالۍ کې د ۱۱۰ کورشکارانو ترمنځ د کورش سیالۍ ترسره شوې

د تخار ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د کورش ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په ینګي قلعه ولسوالۍ کې د ۱۱۰ کورشکارانو ترمنځ د کورش سیالۍ ترسره شوې، چې یوه ورځ یې دوام وکړ.

د دغو سیالیو په پایله کې د کوهستان ولسوالۍ کورشکارانو لومړی، د ینګي قلعه ولسوالۍ کورشکارانو دویم او د مرکز کورشکارانو بیا درېیم مقام خپل کړ.

د یادو سیالیو موخه سیمه ییزو او دودیزو لوبو ته وده ورکول و؛ د سیالیو په پای کې غوره کورشکارانو ته چمتو شوې ډالۍ ورکړل شوې.

 

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۴ - ۹:۴۲
Background image

کابل؛ د ۸۰ بايسکل ځغلونکو ترمنځ د ګلبهار انوسټمنټ د افغانستان بايسکل ځغلونې سياليو د پای مراسم ترسره شول

د المپيک. بدني روزنې او ورزش عمومي رياست اړوند د بايسکل ځغلونې ملي فدراسيون له لوري او د ګلبهار انوسټمنټ شرکت په مالي ملاتړ د کابل ښار د ملک اصغر له څلور لارې څخه تر جلال اباد ښار پورې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۳ - ۱۵:۶
Background image

بلخ؛ شورتپه ولسوالۍ کې د ۱۰۰ کورشکارانو ترمنځ د کورش سیالۍ وشوې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د کورش ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په شورتپه ولسوالۍ کې د ۱۰۰ کورشکارانو ترمنځ د کورش سیالۍ وشوې.

په دغو سیالیو کې د ۲۰. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۳ - ۱۵:۴
Background image

کابل؛ د هېواد ورزش ادارې رهبرۍ د پهلوانۍ او زور خانه يې ورزشونو ملي لوبډلو مډال راوړونکي ورزشکاران وستايل

د المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي رياست رهبرۍ د پهلوانۍ او زور خانه يي ورزشونو ملي لوبډلو هغه ورزشکاران، چې په آسیايي او نړيوالو سياليو کې يې اتلولي او مډالونه ګټلي و د تود هرکلي ترڅنګ. . .

BACK TO NEWS