تخار؛ ینګي قلعه ولسوالۍ کې د ۴۰ ورزشکارانو ترمنځ د ووشو سیالۍ ترسره شوې

د تخار ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د ووشو فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په ینګي قلعه ولسوالۍ کې د ۴۰ ورزشکارانو ترمنځ د نوي ځوانانو، ځوانانو او لویو ورزشکارانو په عمري کټګورۍ کې د ووشو سیالۍ ترسره شوې.
د یادو سیالیو موخه د ووشو سیالو ته د غوره لوبغاړو موندل و.
د سیالیو په پای کې غوره ورزشکارانو ته مډالونه، اتلولۍ حکم او ستاینلیکونه ورکړل شوه.