تخار: فرخار ولسوالۍ کې د وزلوبې لسم پړاوو سیالۍ پیل شوې

د تخار ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د بزکشۍ فدراسیون په استازولۍ د یاو ولایت په فرخار ولسوالۍ کې د ۳۰ چاپندازانو ترمنځ د وزلوبې سیالۍ پای ته ورسېدې.
دغه سیالۍ چې دوې ورځې یې دوام وکړ په پایله کې پهلوان شمس الله، سمیع الله او صحبت الله غوره چاپندازان اعلان شول.
د دې سیالیو د ترسره کېدو موخه په فرخار ولسوالۍ کې د وزلوبې سیالیو وده ښودل شوې. په پای کې د تخار فدراسیون نمایندګۍ له لوري غوره لوبغاړو ته تحفې او جایزې ورکړل شوې.