تخار کې د تکواندو سیالۍ پای ته ورسېدې
د تخار ولایت ۱۰کلپونو تر منځ د دې ولایت ورزشي مسئولینو په حضور کې د ۷۰وزرشکارانو ترمنځ د تکواندو سیالۍ چې په دې ولایت کې پیل شوې وې پای ته ورسېدې.
حبیب الله فایزي وایي؛ دغه سیالۍ په دریو سني ګټګوریو کشرانو، نوي ځوانانو او ځوانانو ترمنځ د ورزش ته د ورزشکارانو د هڅولو او له نشه یي توکو څخه مخنیوي په موخه ترسره شوې.
د ښاغلي فایزي په خبره؛ د دغو سیالیو په پای کې غوره ورزشکارانو ته جایزې او مډالونه چې د تکوانو فدراسیون له لورې په پام کې نیول شوي وهم ورکړل شول.
