تمیم اقبال له نړيوال کرېکټ سره مخه ښه وکړه

org2_admin
شنبه ۱۴۰۳/۱۰/۲۲ - ۱۵:۵۶
تمیم اقبال له نړيوال کرېکټ سره مخه ښه وکړه

د بنګلدېش کرېکټ ملي لوبډلې لوبغاړي او پخواني لوبډلمشر تمیم اقبال له هر ډول نړیوال کرېکټ څخه استعفاء وکړه.

پنځه‌دېرش کلن اقبال، د بنګلدېش په ګټه، ۷۰ ټېسټ، ۲۴۳ یو ورځنۍ او ۷۸ شل اوریزې لوبې کړي.

نوموړی د ۱۵۱۹۲ منډو په جوړولو تر مشفق‌الرحیم وروسته دویم لوبغاړی دی، چې د بنکلدېش کرېکټ په تاریخ کې تر ټولو ډېرې منډې لري.

د یادونې وړ ده، چې د بنګلدېش دغه لوبغاړي د ۲۰۲۳میلادي کال په جولای میاشت کې هم له نړيوال کرېکټ سره مخه ښه کړې وه؛ خو هغه مهال د بنګلدېش صدراعظمې په غوښتنه بېرته نړيوال کرېکټ ته را ستون شو.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۴ - ۹:۴۷
Background image
چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۴ - ۹:۴۶
Background image

د افغانستان اړوند د نن ورځې مهم ورزشي خبرونه!

د افغانستان اړوند د نن ورځې مهم ورزشي خبرونه!

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۳ - ۱۵:۱۸
Background image

پکتیا کې د ۳۰ ورزشکارانو ترمنځ د سنوکر ټاکنیزې سیالۍ وشوې

د پکتیا ولایت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د سنوکر فدراسیون د استازولۍ له لوري د گردېز ښار په پکتیا سنوکر کلب کې د ۳۰ ورزشکارانو ترمنځ د سنوکر ټاکنیزې سیالۍ وشوې.

دغه سيالۍ، چې د. . .

BACK TO NEWS