جمهوررئیس غني د وزلوبې لیګ دویم پړاو لوبغاړو سره وکتل

Afzal-af
چهارشنبه ۱۳۹۹/۱۲/۲۷ - ۱۲:۵۰
جمهوررئیس غني د وزلوبې لیګ دویم پړاو لوبغاړو سره وکتل

د افغانستان اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمد اشرف غني نن سهار د وزلوبې لیګ دویم پړاو ګډونوالو او نېزه بازانو سره په چهار چنار ماڼۍ کې وکتل

. په پیل کې د ملي راډیو ټلویزیون رئیس اسماعیل میاخېل وویل، د وزلوبې سږني لیګ کې له ټول هیواد څخه له ۳۰۰ څخه زیاتو چاپ اندازانو په ۱۶ لوبډلو کې ګډون کړی و او وزلوبه چې په افغانستان کې یوه افسانه وه، په حقیقت بدله شوه.

میاخېل په افغانستان کې د وزلوبې او نېزه بازۍ ارزښت ته په اشارې وویل، د دې لوبو د معیاري کېدو هڅه او بدنی روزنی او سپورت لوی ریاست سره ګډ کار

کوو چې د المپیک راتلونکو نړیوالو لوبو کې هغوی ته د ګډون زمینه برابره کړو.

جمهوررئیس غني د وزلوبې لیګ دویم پړاو لوبغاړو سره وکتل

ورپسې د بدني روزنې او ملي المپیک کمېټې رئیس حفیظ الله ولي رحیمي وویل، د حکومت د ځانګړې پاملرنې له امله ورزشي فدراسیونونو انکشافي حرکت پیل کړی او په کابل او ولایتونو کې یې د وزلوبې لپاره د معیاري لوبغالو د جوړېدو غوښتنه وکړه.

جمهوررئیس غني د هغوی د خبرو تر اورېدو وروسته کندز او کندهار لوبډلو ته د پایلوبې د ګټلو مبارکي ترڅنګ وویل، نن وزلوبه او نېزه بازي د محوه کېدو پر ځای په ملي ورزشونو بدل شوي دي.

جمهوررئیس غني د وزلوبې لیګ دویم پړاو لوبغاړو سره وکتل

جمهوررئیس مالیې وزارت ته دنده وسپارله چې په کابل کې د وزلوبې لپاره د یو معیاري لوبغالي جوړېدو په موخه د کال په منځ کې بودجه په پام کې ونیسي او د بدنی روزنی او سپورت رئیس یې موظف کړ چې د وزلوبې د لوبغاړو او آسونو د بیمه کولو لپاره سرچینې په نښه کړي.

جمهوررئیس غني د خپلو خبرو په پای کې د آزادو سیالیو لوبغاړي عبدالعظیم بدخشي ته د وروستۍ بریا مبارکي وویله وې ویل، د افغانستان ورزشي لوبغاړي زموږ استازي دي او دوی په مختلفو ډګرونو کې افغانستان ته ویاړونه راوړي دي.

د غونډې په پای کې، د وزلوبې لیګ دویم پړاو ګډونوالو او نېزه بازانو جمهوررئیس غني ته د عزت پګړۍ ور په سر او چپن په اوږو ورواچوله.

په دې کتنه کې د چارو ادارې لوی رئیس، د مشرانو جرګې رئیس، د ملي راډیو ټلویزیون رئیس او د کابینې په یو شمېر غړو سربېره د ازادو سیالیو اتل عبدالعظیم بدخشي هم ګډون کړی وو.

د وزلوبی دویم پلاو سیالی یو هفته مخ کی د افغانستان د 16 تیمونه په گدون پیل شوی وو په د کندهار او کندز به مساویانه توگه پایته ورسید.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۸/۲۰ - ۱۱:۳۸
Background image

کابل کې د ورزشي فدراسیونونو استازو ته د انټي ډوپینګ مقررات تشریح شول

له ډوپینګ سره د مبارزې نړۍوال آژانس (WADA) په لارښوونه او د افغانستان د المپيک ملي کمېټې روغتیایي مسؤول ډاکټر عبدالرحمن حمید له لوري د آنلاین سمینار په ترڅ کې د ورزشي فدراسیونونو استازو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۸/۲۰ - ۱۱:۳۳
Background image

هلمند؛ نادعلي ولسوالۍ کې د ١٦ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په نادعلي ولسوالۍ کې د ١٦ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ د ډاکټر محمدخان لېسې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو پایلوبه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۸/۲۰ - ۱۱:۳۰
Background image

زابل؛ مرکز قلات ښار کې د ٣٠ ورزشکارانو ترمنځ د لاس چپه کولو سیالۍ ترسره شوې

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په مرکز قلات ښار کې له دوو کلبونو د ٣٠ ورزشکارانو ترمنځ د لتس چپه کولو سیالۍ ترسره شوې.

د یادو سیالیو په پای کې د استاد احمد. . .

BACK TO NEWS