جوزجان؛ تالقان ښار کې د ۸۰ کورشکارانو ترمنځ د کورش سیالۍ ترسره شوې

د جوزجان ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د کورش ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت د شبرغان ښار په بخدي چمن پارک کې د ۸۰ کورشکارانو ترمنځ د کورش سیالۍ ترسره شوې.
په دغو سیالیو کې ۴۰ کورشکارانو خپلو سیالانو ته په ماتې ورکولو سره د اتلولۍ مقامونه وکټل.
د یادو سیالیو موخه د ځوانانو ترمنځ یووالی رامنځته کول او ځوانانو ته یوه سالمه تفرېح برابرول و، چې یوه روځ یې دوام وکړ.