جوزجان؛ خانقاه ولسوالۍ کې د ۱۸۰ کورشکارانو ترمنځ د کورش سیالۍ ترسره شوې

org2_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۵/۱۲ - ۱۵:۸
جوزجان؛ خانقاه ولسوالۍ کې د ۱۸۰ کورشکارانو ترمنځ د کورش سیالۍ ترسره شوې

د جوزجان ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د کورش ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت د خانقاه ولسوالۍ په ینګي قلعه کلي د ۱۸۰ کورشکارانو ترمنځ د کورش سیالۍ ترسره شوې، چې یوه ورځ یې دوام وکړ.

د دغو سیالیو په پایله کې ۹۰ کورشکارانو خپلو سیالانو ته په ماتې ورکولو سره اتلولي خپله کړه.

د یادو سیالیو موخه سیمه ییزو او دودیزو لوبو ته وده ورکول، خلکو ته یوه سالمه تفرېح برابرول او د ورزشکارانو ترمنځ یووالی رامنځته کول و؛ د سیالیو په پای کې غوره کورشکارانو ته چمتو شوې ډالۍ ورکړل شوې.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۷/۲۶ - ۱۵:۱۰
Background image

بادغیس؛ مرکز قلعه نو ښار کې د ۵۰ ورزشکارانو ترمنځ د یوني فایټ سبک سیالۍ وشوې

د بادغیس ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د رزمي لوبو ملي فدارسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په مرکز قلعه نو ښار کې د ۵۰ ورزشکارانو ترمنځ د رزمي لوبو یوني فایټ سبک دویم پړاو. . .

شنبه ۱۴۰۴/۷/۲۶ - ۱۵:۷
Background image

بلخ؛ دولت اباد ولسوالۍ کې د ۱۰۰ کورشکارانو ترمنځ د کورش سیالۍ وشوې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست په مرسته او د دولت اباد ولسوالۍ ورزشي مسؤل له لوري په یادې ولسوالۍ کې د ۱۰۰ کورشکارانو ترمنځ د کورش سیالۍ وشوې.

په دغو سیالیو کې د ۲۰ جوړو لوبې. . .

شنبه ۱۴۰۴/۷/۲۶ - ۱۵:۳
Background image

بغلان؛ مرکز پلخمري ښار کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د بغلان ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د والیبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په مرکز پلخمري ښار کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې.

د دغو سیالیو. . .

BACK TO NEWS