جوزجان؛ خانقاه ولسوالۍ کې د ۸۰ ورزشکارانو ترمنځ د پهلوانۍ سیالۍ ترسره شوې
د جوزجان ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت له لوري په خانقاه ولسوالۍ کې د ۸۰ ورزشکارانو ترمنځ د پسرلني جام په نوم د پهلوانۍ سیالۍ ترسره شوې.
د یادو سیالیو موخه ورزش ته د ځوانانو هڅوول او سیمه ییزو لوبو ته وده ورکول و.
د سیالیو په پای کې غوره ورزشکارانو ته کپ، مډالون او جایزې ورکړل شوې.
