جوزجان؛ د شبرغان ښار د والیبال سیالیو اتلولي چند محله کلي لوبډلې وګټله

د جوزجان ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت او یاد ولایت د والیبال فدراسیون په همکارۍ د والیبال سیالۍ چې د شبرغان ښار د شپږو لوبډلو ترمنځ د جوزجان ولایت په ورزشي جمنازیوم کې پیل شوې وې، اتلولي يې چندمحله کلي لوبډلې خپله کړه.
په دغو سیالیو کې د چند محله، عرب خانه، التي خواجه، کناره، زرګرخانه او مصراباد کلیو لوبډلو ګډون کړی و.
د نوموړ سیالیو په پایلوبه کې چند محله کلي لوبډلې خپلې سیالې مصراباد لوبډلې ته ۳-۰ میدانونو په توپیر ماتې ورکړه او اتلولي یې خپله کړه