جوزجان؛ مرکز شبرغان ښار کې د اتو لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ پای ته ورسېدې

org_admin
شنبه ۱۴۰۳/۱۰/۲۲ - ۱۲:۵۲
جوزجان؛ مرکز شبرغان ښار کې د اتو لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ پای ته ورسېدې

د جوزجان ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د فوټبال فدراسیون د استازولۍ په همکاري او د حمزه ورزشي کمپلکس له لوري د ياد ولايت مرکز شبرغان ښار کې د اتو لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ، چې درې اوونۍ مخکې پیل شوې وې، د استقلال کلب لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د دغو سیالیو پایلوبه د استقلال کلب او سهراب کلب لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې په پایله کې یې استقلال کلب لوبډلې د ٤/٠ ګولونو په توپیر خپلې سیالې لوبډلې ته ماتې ورکړه او اتلولي یې خپله کړه.

د یادو سیالیو موخه په کلیو کې ورزش ته وده ورکول او د ورزشکارانو ترمنځ یووالی ښودل شوی دی.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۳ - ۱۰:۳
Background image

د ورځنیو تازه ورزشي خبرونو لپاره زموږ فيسبوک پاڼه وڅارئ!👇

د ورځنیو تازه ورزشي خبرونو لپاره زموږ فيسبوک پاڼه وڅارئ!👇

#لينک

https://www.facebook.com/share/18vXZQGuZQ/

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۳ - ۹:۴
Background image

د افغانستان اړوند د نن ورځې مهم ورزشي خبرونه!

د افغانستان اړوند د نن ورځې مهم ورزشي خبرونه!

دوشنبه، د چنګاښ ٢مه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۳ - ۸:۵۹
Background image

کونړ کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې

د کونړ ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د ټېپ بال کرېکټ فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت مرکز اسعد آباد ښار اړوند څاګي سیمه کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل. . .

BACK TO NEWS