جوزجان؛ مرکز شبرغان ښار کې د ۸۰ کورشکارانو ترمنځ د کورش سيالۍ وشوې
د جوزجان ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د کورش ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت د مرکز شبرغان ښار په بخدي چمن کې د ۴۰ جوړو ترمنځ د کورش اوونيزې سيالۍ وشوې.
د دغو سياليو په پايله کې د ۶ جوړو لوبې مساوي او ۳۴ جوړو خپلو سيالانو ته په ماتې ورکولو سره برياوې خپلې کړې.
د يادو سياليو موخه د کورش ورزش ته وده ورکول، د غوره استعدادونو موندل او ورزش ته د ځوانانو هڅول و.
