جوزجان؛ مرکز شبرغان کې د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ پای ته ورسېدې

org_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۷/۲۴ - ۱۱:۴۶
جوزجان؛ مرکز شبرغان کې د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ پای ته ورسېدې

د جوزجان ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د فوټبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په مرکز شبرغان کې د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ، چې ۲۰ ورځې مخکې پيل شوې وې د سېلاب اقچه کلب لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

دغه سیالۍ د تجربه لرونکو ورزشکارانو ترمنځ ترسره شوې، چې په پایله کې د سېلاب اقچه کلب لوبډلې خپلې سیالې یاران کلب لوبډلې ته د ۳/۱ ګولونو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي یې خپله کړه.

د یادو سیالیو موخه د فوټسال ورزش ته د لوبغاړو هڅوول و.

د سیالیو په پای کې غوره لوبډلې ته د اتلولۍ جام، یو خوسی او چمتو شوې ډالۍ ورکړل شوې.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۳ - ۱۱:۷
Background image

هلمند؛ سنګین ولسوالۍ کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په سنګین ولسوالۍ کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د سپین آغا اتلانو لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۳ - ۱۱:۵
Background image

هلمند؛ مرکز لښکرګاه ښار کې د اتو لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ پیل شوې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په مرکز لښکرګاه ښار کې د اتو لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ پیل شوې، چې دوې اوونۍ به دوام وکړي.

د یادو سیالیو لومړۍ لوبه کې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۳ - ۱۱:۲
Background image

هلمند؛ مرکز لښکرګاه ښار کې د ۱۸ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په مرکز لښکرګاه ښار کې د ۱۸ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې، چې ۲۵ ورځې به دوام وکړي.

د یادو سیالیو لومړۍ لوبه. . .

BACK TO NEWS