جوزجان ولايت کې د پهلواني سيالۍ ترسره شوې
د جوزجان ولايت مرکز شبرغان ښار بخدي پارک کې د ورورۍ په نوم د دې ولايت د مرکز او ولسواليو په کچه د پهلواني سيالۍ ترسره شوې.
په دغو سياليو کې د ټول ولايت په کچه ١٤٠تنو ورزشکارانو ګډون درلود چې تر ٢زرو تماشاچیانو يې ننداره کوله.
د يادولو ده چې يادې سيالۍ د جوزجان کورش فدراسيون له لورې د بدني روزنې او ورزش په مرسته د يوې ورځې لپاره ترسره شوې چې د هرې سيالۍ په پاى کې ګټونکو ورزشکارانو ته نقدي جايزې هم ورکړل شوې.
