جوزجان ولايت کې ۲۰۰ تنو ته د فکري روزنې اصلاحي سیمینار ترسره شو

org2_admin
شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۸ - ۱۰:۴۱
جوزجان ولايت کې ۲۰۰ تنو ته د فکري روزنې اصلاحي سیمینار ترسره شو

د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست اړوند د دعوت او ارشاد ریاست له لوري د جوزجان ولایت د بېلابېلو فدراسیونونو ۲۰۰ ورزشکارانو او مسوولينو ته د فکري روزنې دوه ورځنی اصلاحي سیمینار پای ته ورسېده.

ياد سیمینار د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست د دعوت او ارشاد رئیس مفتي دادمحمد بریال عطایي او د ياد ریاست د پلان او ستراتيژۍ سلاکار مولوي ګلاب‌الدین خپلواک له لوري وړاندې شو، چی په کې د دیني ارزښتونو، اسلامي اخلاقو، سالم فکر، ورزشي انضباط او د ورزشکار د فردي او ټولنیز مسؤولیت په اړه ګټور موضوعات تشريح او وړاندې شول.

د یادونې وړ ده، چې ياد سيمينار د ورزشکارانو د فکري، اخلاقي او اصلاحي ظرفيت لوړونې په موخه د جوزجان ولايت د ورزشي مسوولینو او د بېلابېلو فدراسینونو ورزشکارانو په ګډون ترسره شو، چې په پای کې ټولو ګډونوالو ته تصدیق پاڼې هم ورکړل شوې.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۱۵:۶
Background image

لغمان کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د لغمان ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په مرکز مهترلام ښار قلعه سراج بڼ کې د شپږو لوبډ‌لو ترمنځ د والیبال سیالۍ د ملي اتحاد لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۱۳:۱۷
Background image

رسنیز بلنلیک!

 

رسنیز بلنلیک!

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۹:۱۰
Background image

پکتيکا کې د ۲۱ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سيالۍ پيل شوې

د پکتيکا ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همغږۍ، د ټېپ بال کرېکټ فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز ښرنه کې د ۲۱ لوبډلو ترمنځ د "پلتوني بند جام" په نوم د ټېپ بال کرېکټ. . .

BACK TO NEWS