جوزجان کې د فټنس او د بدن ښکلا ټاکنيزې سيالۍ ترسره شوې

د جوزجان ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د فټنس او د بدن ښکلا فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز شبرغان ښار کې د ۵۰ ورزشکارانو ترمنځ د فټنس او د بدن ښکلا اتم پړاو سيالۍ ترسره شوې.
دغه سيالۍ، چې په بېلابېلو وزنونو ترسره شوې، په پايله کې ۱۵ تنه د جوزجان ولايت د فټنس او د بدن ښکلا منتخبې لوبډلې ته وټاکل شول.
د يادو سياليو موخه د فټنس او د بدن ښکلا ورزش ته وده ورکول و، چې يوه ورځ يې دوام وکړ.
د سياليو په پای کې د جوزجان ورزشي امريت له لوري غوره ورزشکارانو ته مډالونه او د اتلولۍ حکمونه ورکړل شول.