حشمت الله شهيدي د افغانستان په کچه د ټېسټ لوبو په يوه پاڼۍ کې تر ټولو ډېرې منډې جوړې کړې

org2_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۱۰ - ۲۰:۲۵
حشمت الله شهيدي د افغانستان په کچه د ټېسټ لوبو په يوه پاڼۍ کې تر ټولو ډېرې منډې جوړې کړې

د هېواد کرېکټ ملي لوبډلې لوبډلمشر حشمت الله شهيدي له زمبابوې سره د روانې ټېسټ سيالۍ په لومړۍ پاڼۍ کې د افغانستان په کچه تر ټولو ډېرې ۲۴۶ منډې جوړې کړې.

د حشمت په توپوهنه کې ۲۰ څلوریزې شاملې وې.

له دې وړاندې په همدې سیالۍ کې رحمت شاه زرمتي د ۴۲۴ توپونو په لوبولو سره ۲۳۴ منډې جوړې کړې وې.

د يادونې وړ ده، چې له دې مخکې هم حشمت الله شهيدي په کال ۲۰۲۱ کې د زمبابوې پر وړاندې د افغانستان په ګټه ۲۰۰ ناسوځېدلې منډې جوړې کړې وې.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۱ - ۱۵:۳۳
Background image

پکتیا؛ مرکز ګردېز ښار کې اتو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د پکتیا ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت په مرکز ګردېز ښار کې د اتو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ د شیرخان لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو پایلوبه کې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۱ - ۱۵:۲۹
Background image

کندز؛ قلعه زال ولسوالۍ کې د ۹۰ پهلوانانو ترمنځ د پهلواني سيالۍ وشوې

د کندز ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د پهلواني ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په قلعه زال ولسوالۍ کې د شمالي ولايتونو په کچه د ۹۰ پهلوانانو ترمنځ د پهلواني سيالۍ. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۱ - ۱۵:۲۷
Background image

غزني کې د ۱۵ لوبډلو ترمنځ د نېزه وهنې سيالۍ وشوې

د غزني ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د وزلوبې، نېزه وهنې او دوديزو ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په ګيرو ولسوالۍ کې د ۱۵ لوبډلو (۶۰ اس ځغلوونکو) ترمنځ په ۱۵. . .

BACK TO NEWS