خبرتیا

org2_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۷ - ۱۰:۵۴
خبرتیا

 

د قدرمنو ورزشي فدراسیونونو رئیسانو او رهبري هیئت ته!

لکه څنگه، چې تاسې خبر یاست، د ۱۴۰۴ مالي کال د ورزشکارانو، د ملي ټیمونو د غړو، روزونکو او مرستیال روزونکو د عصریې د وېش لړۍ د مرکز زون لپاره له څه مودې راهیسې د ټاکل شوې کمېسیون له لوري په ۵۰۰ کسیز جمنازیوم کې روان ده.

هغه ورزشکاران، روزونکي او د ملي ټیمونو مرستیال روزونکي، چې د خپلو عصریو د وېش په ورځ حاضر نه وو، خبر ورکول کېږي:

مهرباني وکړئ نن یکشنبه د ۱۴۰۴ کال د کب مياشتې په ۱۷مه نېټه، د سهار په ۱۱ بجو، ۵۰۰ کسیز جمنازیوم ته د خپلو عصریو د ترلاسه کولو لپاره له خپلې تذکرې او د هویت له کارت سره حاضر شئ.

په درنښت

ټاکل شوې کمېسیون

د عصریې د وېش کمېسیون

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۹ - ۲۱:۴۶
Background image

د غمرازۍ پېغام

په ډېر خواشینۍ سره بیانوو، چې د هوایي ورزشونو د فدراسیون رئیس نوید پوپل نن په بامیان ولایت کې د تمریناتو پر مهال را لوېدلی او خپل ژوند یې له لاسه ورکړی.

د ورزش ادارې رهبري د مرحوم نوید. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۹ - ۲۱:۴۱
Background image

کابل؛ د بدن ښکلا او فټنيس نوولسم پړاو ملي ټاکنيزې سيالۍ پيل شوې

د المپيک بدني روزنې او ورزش عمومي رياست سره په همغږۍ د بدن ښکلا او فټنيس ملي فدراسیون له لوري د کابل په ګډون د هېواد له ۲۱ ولايتونو څخه د ۲۰۹ ورزشکارانو ترمنځ د بدن ښکلا او فټنيس ۱۹م. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۹ - ۲۱:۴۰
Background image

میدان چمتو دی!

د افغانستان پهلواني غوره لیګ لومړی پړاو سیالۍ به نن همدلته پیل شي.

🕕 پرانیستغونډه: نن مازدیګر ۶:۰۰ بجې.

تاسو کولی شئ، چې دغه په زړه پورې او له شور ډکې سیالۍ له نږدې او هم د آریانا. . .

BACK TO NEWS