خوست؛ باک ولسوالۍ کې د ٦٤ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې
د خوست ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په باک ولسوالۍ کې ٦٤ د لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د انار پاچاهانو لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.
د یادو سیالیو پایلوبه کې کې انار پاچاهانو لوبډلې د اوو ویکټو په توپیر خپلې سیالې حاجي بابا لوبډلې ته ماتې ورکړه او اتلولی یې وګټله.
دا سیالۍ د ځوانانو ترمنځ د یووالي په موخه ترسره شوې، چې دوه نیمې میاشتې یې دوام وکړ.
