خوست؛ باک ولسوالۍ کې د ۳۵ لوبډلو ترمنځ د رمضان جام سیالۍ پای ته ورسېدې
د خوست ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت په همغږي او د والیبال فدراسیون د استازولي له لوري د یاد ولایت د باک ولسوالۍ په انارکلي کلي کې د ۳۵ لوبډلو ترمنځ د والیبال رمضان جام سیالۍ پای ته ورسېدې.
د یادو سیالیو پای لوبه کې واحد نور لوبډلې د ۲/۰ میدانونو په توپیر هارون عمري لوبډلې ته ماتې ورکړه او اتلولي یې په خپل نوم کړه.
د یادونې وړ ده، چې دغه سیالۍ د روژې میاشتې په پنځمه نېټه پیل شوې وې؛ خو د زیاتو اورښتونو له امله ځنډول شوې وې. د سیالیو په پای کې اتلې لوبډلې ته د اتلولي کپ او غوره لوبغاړو ته مډالونه او نورې ډالۍ ورکړل شوې.
