خوست؛ ترېزیو علیشېرو ولسوالۍ کې د ٦٠ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې
د خوست ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د ټېپ بال کرېکټ فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په ترېزیو علیشېرو ولسوالۍ کې د ٦٠ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د لنډرو ایلیون سټارز لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.
د یادو سیالیو پایلوبه د لنډرو ایلیون سټارز او شفیق انور لوبډلو ترمنځ ترسره شوه. د لوبې پچه لنډرو ایلیون سټارز لوبډلې وګټله او لومړی یې توپ وهنه وکړه، چې په ټاکلو اتو اورونو کې یې د څلورو ویکټو په زیان خپلې سیالې لوبډلې ته د ١١٢ منډو هدف وټاکه. شفیق انور لوبډلې د هدف په تعقیب کې د شپږو ویکټو په زیان ٩٤ منډې وکړې او د ١٧ منډو په توپیر یې لوبه وبایلله.
دا سیالۍ د ځوانانو ترمنځ د یووالي په موخه ترسره شوې، چې دوې میاشتې یې دوام وکړ.
