خوست؛ تڼيو الف لوبډلې د بهاري جام په نوم د واليبال سياليو اتلولي وگټله

org2_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۳۰ - ۹:۲۸
خوست؛ تڼيو الف لوبډلې د بهاري جام په نوم د واليبال سياليو اتلولي وگټله

د خوست ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت اړوند د واليبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د تڼيو ولسوالۍ په الحاج پير باد شاه کلي کې د ۳۵ لوبډلو ترمنځ د "بهاري جام" په نوم د واليبال سيالۍ د تڼيو الف لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

د دغو سياليو په پايلوبه کې تڼيو الف لوبډلې خپلې سيالې تڼيو منتخبې لوبډلې ته د ۰/۳ ميدانونو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي يې وگټله.

د ويلو وړ ده، چې دغو سیالیو دوې مياشتې دوام وکړ او په پای کې لوبډلو ته نغدي او چمتو شوې بېلابېلې ډالۍ ورکړل شوې.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۴ - ۱۵:۱
Background image

ميدان وردگ کې د واليبال څلورم پړاو سيالۍ پيل شوې

د ميدان وردگ ولایت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همکارۍ، د واليبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د ميدان ښار په سلمان فارس لېسه کې له اتو ولايتونو ۳۴ لوبډلو ترمنځ د واليبال څلورم پړاو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۴ - ۱۴:۵۸
Background image

کونړ؛ منورې ولسوالۍ کې د ۲۵ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د کونړ ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په منورې ولسوالۍ کې د ۲۵ لوبډلو ترمنځ د تېپ پال کرېکټ سیالۍ د وصال ټایګر لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو په. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۴ - ۱۴:۵۶
Background image

بادغیس؛ بالا مرغاب ولسوالۍ کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د فوټسال سيالۍ پای ته ورسېدې

د بادغيس ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د فوټبال ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په بالا مرغاب ولسوالۍ کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د فوټسال سيالۍ پای ته ورسېدې.

دغه. . .

BACK TO NEWS