خوست؛ د باک ولسوالۍ په کوټکيو کلي کې د ټېپ بال کرکټ سيالۍ پيل شوې

org_admin
شنبه ۱۴۰۲/۵/۱۴ - ۹:۲۳
خوست؛ د باک ولسوالۍ په کوټکيو کلي کې د ټېپ بال کرکټ سيالۍ پيل شوې

د خوست ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند ټېپ بال فدراسيون په چوکاټ کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سيالۍ پيل شوې.

د دغو سياليو لومړۍ لوبه د سوپر سټارز او تريزيو لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، لومړی توپوهنه سوپر سټارز لوبډلې وکړه او په ټاکلو لسو اورونو کې يې سيالې لوبډلې ته د شپږو لوبغاړو په زیان ۱۲۳ منډې هدف کېښود.

د لوبې په دويمه پاڼۍ کې تريزيو لوبډله ونه توانېده چې ياد هدف پوره کړي او په ۱۱ منډو يې سيالې لوبډلې ته سيالي بايلوده.

هېره دې نه وي، چې دغه سيالۍ د لیګ په شکل ترسره کېږي او يوه نيمه مياشت به دوام وکړي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۶/۱۵ - ۱۱:۳۸
Background image

پکتیکا؛ مټاخان ولسوالۍ کې د نهو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د ټېپ بال کرېکټ فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مټاخان ولسوالۍ کې د نهو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د بلال احمد لوبډلې. . .

شنبه ۱۴۰۴/۶/۱۵ - ۱۰:۲۷
Background image

ننگرهار کې د ۱۴۰ ورزشکارانو ترمنځ د سوک وهنې سيالۍ وشوې

د ننگرهار ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د سوک وهنې فدراسيون د استازولۍ له لوري د مرکز جلال اباد ښار په پنځمه ناحیه کې د ۱۴۰ ورزشکارانو ترمنځ د کونړ ولايت زلزله ځپلو سره د. . .

شنبه ۱۴۰۴/۶/۱۵ - ۹:۱۱
Background image

BACK TO NEWS