خوست؛ د تڼیو ځوانانو د یووالي په نوم د کبډي سیالیو اتلولي د تڼي ذبيح لوبډلې وګټله

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۸/۷ - ۲۰:۴۰
خوست؛ د تڼیو ځوانانو د یووالي په نوم د کبډي سیالیو اتلولي د تڼي ذبيح لوبډلې وګټله

د خوست ولایت ورزشي امرت اړوند د کبډي فدراسیون له لوري د تڼیو ځوانانو د یووالي په نوم د کبډي سیالې د تڼي ذبيح لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسیدې.

د کبډي دغه سیالۍ، چې یوه نیمه میاشت وړاندې د یادې سیمې د ځوانانو له لوري پیل شوې وې، د خوست ولایت له بیلابېلو ولسوالیو څخه پکې ۲۲ کلبونو برخه اخیستې وه.

د سیالیو پايلوبې ته د ذبيح تڼي او استاد نبي قربان لوبډلې وتلې وې. له په زړه پورې لوبې وروسته د ذبيح تڼي لوبډلې پایلوبه د ۵۵/۵۲ په توپیر په خپل نوم کړه.

د دې سیالیو غوره دفاع کوونکی اسلام الدین منګل، غوره امتیاز ګټونکی مطیع الله او غوره لوبډلمشر استاد نبي قربان ونومول شول.

په پایله کې غوره لوبډلو او لوبغاړو ته کپونه او مډالونه ورکړل شول.

تازه خبرونه

جمعه ۱۴۰۴/۹/۲۸ - ۶:۵۶
Background image

د يما پټرول وزلوبې اووم پړاو سیالیو پر دوام؛ سرپل، بغلان او بدخشان لوبډلو بریاوې خپلې کړې

د هېواد المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي رياست په همکارۍ، د وزلوبې، نيزه وهنې او سيمه ييزو لوبو ملي فدراسیون له لوري د کابل ښار په يکه توت لوبغالي کې د ۱۱ لوبډلو ترمنځ د يما پطرول. . .

جمعه ۱۴۰۴/۹/۲۸ - ۶:۵۳
Background image

کندز؛ امام صاحب ولسوالۍ کې د ٥٠ ورزشکارانو ترمنځ د غېږ نیونې سیالۍ ترسره شوې

د کندز ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د ياد ولايت په امام صاحب ولسوالۍ کې د ٥٠ ورزشکارانو ترمنځ د غېږ نیونې سیالۍ ترسره شوې.

په دغو سیالیو کې چې یوه شپه یې دوام وکړ، په پای. . .

جمعه ۱۴۰۴/۹/۲۸ - ۶:۵۱
Background image

کندز؛ امام صاحب ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د کندز ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د ياد ولايت په امام صاحب ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ د رییس ولي لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو پایلوبه. . .

BACK TO NEWS