خوست؛ د علیشېرو تریزیو ولسوالۍ کې د ۴۰ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سیالۍ پیل شوې

د خوست ولایت علیشېرو تریزیو ولسوالۍ د هارون خېلو هدیرې پر میدان د ۴۰ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سیالۍ پیل شوې.
د دغو سیالیو د پیل لوبه د تورو اوبو او کڼو سادات لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې لومړی توپوهنه لکڼو سادات لوبډلې ترسره کړه او په ټاکلو لسو اورونو کې یې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره یوازې ۶۴ منډې وکړې او سیالې لوبډلې ته یې ۶۵ منډې هدف کېښود، بل لوري ته د تورو اوبو لوبډلې یاد هدف له کومې ویکټې پرته په څلورم اور کې پوره کړ او بریا یې خپله کړه.
د یادونې وړ ده چې یادې سیالۍ د همدې سیمې د ځوانانو له لوري جوړې شوې او نیږدې یوه نیمه میاشت به دوام وکړي.