خوست؛ د فوټسال رمضان جام سیالیو اتلولي اریانا لوبډلې خپله کړه

org_admin
شنبه ۱۴۰۲/۱/۲۶ - ۱۰:۲۵
خوست؛ د فوټسال رمضان جام سیالیو اتلولي اریانا لوبډلې خپله کړه

د خوست اماني ملي لوبغالي ترڅنګ په سرپټي میدان کې د فوټبال فدراسیون له لوري په لومړي ځل د فوټسال ۲۴ لوبډلو ترمنځ د پیل شوو رمضان جام سیالیو اتلولي او لومړی مقام اریانا لوبډلې خپل کړ.

د‌ دغه جام پايلوبې ته اريانا او ګربزو منتخبې لوبډلې لار موندلې وه چې په پايله کې اريانا لوبډلې خپلې سيالې لوبډلې ته ۵_۴ ګولونو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي يې خپله کړه.

په پای کې غوره لوبډلو او لوبغاړو ته مډالونه، ډالۍ او کپونه ورکړل شول.

بايد يادونه وشي چې ياد جام د وري مياشتې پر ۱۲مه پيل شوی و او تېره شپه پای ته ورسېد.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۳۰ - ۱۷:۱۷
Background image

بلخ؛ مرکز مزارشریف ښار کې د ۱۴ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د ياد ولايت مرکز مزارشریف ښار کې د ۱۴ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ د یحی شریفي لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو پایلوبه کې. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۳۰ - ۱۷:۱۶
Background image

بلخ؛ چهاربولک ولسوالۍ کې د څلور لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د ياد ولايت په چهاربولک ولسوالۍ کې د څلور لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ د استقلال لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو پایلوبه کې. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۳۰ - ۱۷:۱۴
Background image

پکتیکا؛ مرکز ښرنه کې د اتو لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پیل شوې

د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په مرکز ښرنه کې د اتو لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پیل شوې، چې پنځه ورځې به دوام وکړي.

د یادو سیالیو لومړۍ لوبه کې محمد. . .

BACK TO NEWS