خوست؛ د مهدي خېلو د فوټبال رمضان جام سياليو په دوام دوې سيالۍ ترسره شوې
په خوست ولايت کې د مهدي خېلو د فوټبال رمضان جام سياليو په دوام دوې سيالۍ ترسره شوې.
په لومړۍ سيالۍ کې مهدي خېلو لوبډلې خپلې سيالې اتل فوټبال لوبډلې ته په يو ګول ماتې ورکړه او بريا يې خپله کړه.
همداراز په دويمه سيالۍ کې مېچن بابا لوبډلې د چينې بريال لوبډلې ته د ۶_۵ ګولونو په توپير ماتې ورکړه.
په نوموړو سیالیو کې ۲۰ لوبډلو ګډو کړی، چې تر راتلونکي کوچني اختره به دوام وکړي.
