خوست؛ د ټېپ بال کرېکټ صحراوال لیګ اووم پړاو ۲۰ ورځنۍ سیالۍ پیل شوې

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۹/۲۶ - ۹:۳۵
خوست؛ د ټېپ بال کرېکټ صحراوال لیګ اووم پړاو ۲۰ ورځنۍ سیالۍ پیل شوې

د خوست ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند په صبریو ولسوالۍ کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ صحراوال لیګ اووم پړاو سیالۍ پیل شوې، چې ۲۰ ورځې به دوام وکړي.

صحراوال لس اوریزه لیګ دی، چې په لومړۍ لوبه کې یې صحرا فرېنډز او صحرا زلمیو لوبډلې سره مخ شوې. صحرا فرېنډز لوبډلې په ټاکلو لسو اورونو کې د ۷ لوبغاړو په سوځېدو ۸۸ منډې وکړې، چې مقابلې لوبډلې یاد هدف په اووم اور کې د پنځو لوبغاړو په سوځېدو پوره او د لومړۍ لوبې ګټونکې شوه.

د صحراوال لیګ پرانېستو مراسمو کې د خوست ولایت ورزشي مسوولینو، لوبغاړو او د کرېکټ لوبې ګڼو مینه والو ګډون درلود.

د یادونې ده، چې صحراوال لیګ د صبریو ولسوالۍ په صحرا کلي کې هر کال ترسره کېږي.

تازه خبرونه

جمعه ۱۴۰۵/۵/۱۶ - ۹:۴۷
Background image

د نن ورځې لنډ او مهم ورزشي خبرونه!

د نن ورځې لنډ او مهم ورزشي خبرونه!

جمعه ۱۴۰۵/۵/۱۶ - ۹:۴۱
Background image

د فوټسال ملي لوبډلې د کانټنینټال جام سیالیو کې نیوزیلنډ ته ماته ورکړه

د فوټسال ملي لوبډلې د کانټنینټال جام سیالیو خپله څلورمه لوبه کې نیوزیلنډ ته د ۶ – ۱ ګولونو په توپیر ماته ورکړه.

په دغه سیالۍ د افغانستان لپاره امید قنبري او اکبر کاظمي دوه دوه ګوله او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۵ - ۱۱:۱۴
Background image

پکتیا؛ څمکنۍ کې د ۴۰ ورزشکارانو ترمنځ د کیک بوکسېنګ سيالۍ ترسره شوې

د پکتیا ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست له لوري د ياد ولايت په څمکنۍ ولسوالۍ کې د ۴۰ ورزشکارانو ترمنځ د کیک بوکسېنګ دوستانه سيالۍ ترسره شوې.

دغه سيالۍ د نويو ځوانانو، ځوانانو او. . .

BACK TO NEWS