خوست؛ د ځنځي خېلو په ترکۍ کلي کې د ټېپ بال کرکټ سیالۍ پای ته ورسېدې
د خوست ولایت نادر شاه کوټ ولسوالۍ ځنځي خېلو په ترکۍ کلي کې د ۱۳ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سیالۍ د لټکوال کلب لوبډلې په بریا پای ته ورسېدې.
دغه سیالۍ چې شل ورځې یې دوام وکړ پایلوبې ته یې لټکوال کلب او ځواک لوبډلو لار موندلې وه، لومړۍ توپوهنه لټکوال کلب لوبډلې ترسره کړه او په ټاکلو لسو اورونو کې یې سیالې لوبډلې ته د اوو لوبغاړو په زیان ۱۳۸ منډې هدف کېښود، بل لوري ته ځواک لوبډلې د اتو لوبغاړو په زیان په لسو اورونو کې ۱۲۱ منډې جوړې کړې او په ۲۶ منډو یې سیالې لوبډلې ته ماتې ومنله.
هېره دې نه وي چې په پای کې غوره لوبډلو او لوبغاړو ته کپونه او چمتو شوې ډالۍ ورکړل شوې.
