خوست؛ د ۵۰ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سیالۍ پای ته ورسېدې
د خوست ولایت مرکز اړوند په غرغښت عالي لېسه کې د ټېپ بال کرکټ معارف جام سیالۍ، چې ۵۰ لوبډلو پکې ګډون کړی و، د غرغښت لېسې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
د دغو سیالیو پایلوبې ته د غرغښت او الفتح عالي لېسو لوبډلو لار موندلې وه، لومړۍ توپوهنه د الفتح لېسې لوبډلې وکړه او په ټاکلو لسو اورونو کې سیالې لوبډلې ته د شپږو لوبغاړو په زیان ۱۱۴ منډې هدف کېښود، بل لوري ته غرښت لوبډلې یاد هدف د لوبې په وروستي اور کې د پنځو لوبغاړو په زیان پوره او د یادو سیالیو اتلولي یې خپله کړه.
د یادو سیالیو په پای کې غوره لوبډلو او لوبغاړو ته کپونه، مډالونه او چمتو شوې ډالۍ ورکړل شوې.
