خوست؛ زرغون ستورو لوبډلې د خوست رسنیز جام اتلولي وګټله

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۷/۱۶ - ۱۱:۳
خوست؛ زرغون ستورو لوبډلې د خوست رسنیز جام اتلولي وګټله

د خوست ولایت د ورزش امریت له لوري د دې ولایت د ځايي رسنیو د اتو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سیالیو اتلولي زرغون ستورو لوبډلې وګټله.

د دې سیالیو په پای لوبه کې زرغون ستورو لوبډلې د پچې په ګټلو سره سیالې لوبډلې ته په ټاکلو ۱۲ اورونو کې د اتو لوبغاړو په سوځېدو ۱۸۸ منډې هدف کېښود، چې هوا راډيو لوبډلې د یاد هدف په پوره کولو کې پاتې راغله او په ټاکلو ۱۲اورونو کې يې د اوو لوبغاړو په سوځېدو ۱۱۳ منډې جوړې کړې او د څلورو منډو په ټوپیر يې لوبه وبایلله.

د دې سیالیو غوره لوبغاړی اکبر سمون، غوره توپ اچوونکی بسم الله ذهین او غوره توپ وهونکی سلیمان سراج ونومول شول.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۸ - ۱۰:۲
Background image

پکتیکا؛ مرکز ښرنه کې د ۳۰ ورزشکارانو ترمنځ د سکېټ سیالۍ ترسره شوې

د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په مرکې ښرنه کې د ۳۰ ورزشکارانو ترمنځ د سکېټ سیالۍ ترسره شوې.

د یادو سیالیو په پایله کې جهانزېب لومړی، روح الله دویم او. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۸ - ۹:۵۱
Background image

زابل؛ مرکز قلات ښار کې د ۳۰ ورزشکارانو ترمنځ د کېک بوکسېنګ سیالۍ ترسره شوې

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت مرکز قلات ښار کې د ۳۰ ورزشکارانو ترمنځ د کېک بوکسېنګ فول کنټاکټ سبک سیالۍ ترسره شوې.

دغه سیالۍ د نویو ځوانانو، ځوانانو او. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۸ - ۹:۴۹
Background image

میدان وردګ؛ مرکز میدان ښار کې د اتو لوبډلو ترمنځ د فوتبال الف لیګ سیالۍ ترسره شوې

د میدان وردګ ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت له لوري د یاد ولایت مرکز میدان ښار کې د اتو لوبډلو ترمنځ د فوټبال الف لیګ سیالۍ د سپین غر لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو په. . .

BACK TO NEWS