خوست؛ صبریو یعقوبیو ولسوالۍ کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې
د خوست ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د ياد ولایت په صبریو یعقوبیو ولسوالۍ کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ د مولیو همدرد لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.
د یادو سیالیو پایلوبه کې مولیو همدرد لوبډلې د ٣٥ پر ٢٧ نمرو په توپیر خپلې سیالې مولیو ځوان لوبډلې ته ماتې ورکړه او اتلولي یې وګټله.
دا سیالۍ د ځوانانو لپاره د سالمې تفرېح برابرولو په موخه ترسره شوې، چې یوه میاشت یې دوام وکړ.
