خوست؛ علیشېرو ولسوالۍ کې د ۷۸ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

org2_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۹/۴ - ۲۱:۲۰
خوست؛ علیشېرو ولسوالۍ کې د ۷۸ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د خوست ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د ټېپ بال کرېکټ فدراسیون د استازولي له لوري د یاد ولایت په علیشېرو ولسوالۍ کې د ۷۸ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د علیشېرو للمۍ ټایګرز لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو پایلوبه د علیشېرو للمۍ ټایګرز او یعقوبیو خپلواک لوبدلو ترمنځ ترسره شوه، د لوبې پچه خپلواک لوبډلې وګټڼله او لومړی یې د توپ وهنې پرېکړه وکړه، چې په ټاکلو اوو اورونو کې یې د خپلو اوو لوبغاړو په له لاسه ورکولو سره خپلې سیالې لوبډلې ته د ۱۲۴ منډو هدف وټاکه. علیشېرو للمۍ ټایګرز لوبډلې د لوبې په شپږم اور کې د خپلو درېیوو لوبغاړو په له لاسه ورکولو سره یاد هدف پوره کړ او د اوو ویکټو په توپیر یې د دغو سیالیو اتلولي وګټله.

دا سیالۍ د زرغون جام په نوم نومول شوې وې، چې دوه نیمې میاشتې یې دوام وکړ.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۴ - ۱۶:۵۷
Background image

کابل کې د ۴۰۰ ورزشکارانو ترمنځ د زورخانه‌يي پهلوانۍ تشويقي سيالۍ پيل شوې

د کابل ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست سره په همغږۍ د زورخانه‌يې ورزشونو ملي فدراسیون له لوري د کابل او لوګر ولايت څخه د ۴۰۰ ورزشکارانو ترمنځ د زورخانه‌يې ورزشونو د لرغونې پهلوانۍ. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۴ - ۱۶:۵۴
Background image

کابل کې د فټنيس اووم پړاو خزاني سيالۍ ترسره شوې

د کابل ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست سره په همغږۍ د بدن ښکلا او فټنيس ملي فدراسیون له لوري د کابل د شمال او مرکز زونونو د ۸۷ کلبونو څخه د ۲۰۹ ورزشکارانو ترمنځ د فټنيس ۷م پړاو خزانې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۴ - ۱۴:۲۴
Background image

کندز؛ امام صاحب ولسوالۍ کې د ۷۰ چاپندازنو ترمنځ د وزلوبې سيالۍ وشوې

د کندز ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د وزلوبې، نېزه وهنې او دوديزو لوبو ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په امام صاحب ولسوالۍ کې د ۷۰ چاپندازنو ترمنځ د وزلوبې سيالۍ. . .

BACK TO NEWS