خوست؛ مرکز متون کې د والیبال سیالیو اتلولي عمري لوبډلې وګټله
د خوست ولایت د بدني روزنې او سپورټ امریت له لوري د دې ولایت د مرکز متون اړوند مامورانو کلي د ځوانانو له لوري د څلوېښتو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالیو اتلولي عمري لوبډلې خپله کړه.
دغه سیالۍ چې موخه یې له نشه یي موادو سره مبارزه ښودل شوې، پایلوبې ته یې د اسماعیل خېلو عمري او مسوول دلپوري لوبډلو لار موندلې وه چې په پایله کې عمري لوبډلې خپلې سیالې لوبډلې ته د ۳-۰ میدانونو په توپیر ماتې ورکړه او اتلولي یې خپله کړه.
د یادو سیالیو د مسوولینو له لوري د خوست ولایت مرستیال والي الحاج محبوب شاه قانت او یو شمېر مشرانو ته لونګۍ په سر شوې او غوره لوبډلو او لوبغاړو ته کپونه، مډالونه او چمتو شوې ډالۍ ورکړل شوې.
