خوست؛ نادرشاه کوټ ولسوالۍ کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې
د خوست ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په نادرشاه کوټ ولسوالۍ کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې، چې ۴۵ ورځې به دوام وکړي.
د یادو سیالیو لومړۍ لوبه کې امیر فقیر لوبډلې له خپل ۱۷۳ منډو هدف څخه دفاع وکړه او د ۴۹ منډو په توپیر یې خپلې سیالې شینډنډ لوبډلې ته ماتې ورکړه او د سیالیو لومړۍ بریا یې خپله کړه.
