خوست؛ نادر شاه کوټ ولسوالۍ کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سيالۍ پيل شوې

org_admin
شنبه ۱۴۰۲/۱۲/۵ - ۹:۲۴
خوست؛ نادر شاه کوټ ولسوالۍ کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سيالۍ پيل شوې

د خوست ولايت د بدني روزنې او سپورټ آمريت اړوند د ټېپ بال کرکټ فدراسيون د استازولۍ له لوري په الماس ورزشي لوبغالي کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سيالۍ د مقبلو لوبډلې په بريا پيل شوې‌.

د يادو سياليو لومړۍ لوبه د مقبلو او تاروځي کلب لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې په پايله کې تاروځي کلب لوبډلې په ټاکلو لسو اورونو کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره خپلې سيالې لوبډلې ته ۹۹ منډو هدف کېښود، مقبلو لوبډلې ياد هدف په اتم اور کې تر لاسه کړ او د ۶ ويکټو په توپير يې بريا خپله کړه.

د يادونې وړ ده، چې دغه سيالۍ به ۱۵ ورځې دوام وکړي.

تازه خبرونه

جمعه ۱۴۰۵/۵/۱۶ - ۹:۴۷
Background image

د نن ورځې لنډ او مهم ورزشي خبرونه!

د نن ورځې لنډ او مهم ورزشي خبرونه!

جمعه ۱۴۰۵/۵/۱۶ - ۹:۴۱
Background image

د فوټسال ملي لوبډلې د کانټنینټال جام سیالیو کې نیوزیلنډ ته ماته ورکړه

د فوټسال ملي لوبډلې د کانټنینټال جام سیالیو خپله څلورمه لوبه کې نیوزیلنډ ته د ۶ – ۱ ګولونو په توپیر ماته ورکړه.

په دغه سیالۍ د افغانستان لپاره امید قنبري او اکبر کاظمي دوه دوه ګوله او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۵ - ۱۱:۱۴
Background image

پکتیا؛ څمکنۍ کې د ۴۰ ورزشکارانو ترمنځ د کیک بوکسېنګ سيالۍ ترسره شوې

د پکتیا ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست له لوري د ياد ولايت په څمکنۍ ولسوالۍ کې د ۴۰ ورزشکارانو ترمنځ د کیک بوکسېنګ دوستانه سيالۍ ترسره شوې.

دغه سيالۍ د نويو ځوانانو، ځوانانو او. . .

BACK TO NEWS