خوست؛ نادر شاه کوټ ولسوالۍ کې د ۳۲ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پای ته ورسېدې
د خوست ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د فوټبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په نادر شاه کوټ ولسوالۍ کې د ۳۲ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ د لټکوال لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.
د یادو سیالیو پایلوبه د چلنجرز او لټکوال لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې په پایله کې یې لټکوال لوبډلې د ۳ پر صفر ګولونو په توپیر خپلې سیالې لوبډلې ته ماتې ورکړه او اتلولي یې خپله کړه.
دا سیالۍ فوټبال لوبې ته د ودې ورکولو په موخه پیل شوې وې، چې یوه نیمه میاشت یې دوام وکړ.
