خوست؛ په‌تڼيو ولسوالۍ کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ غوره لیګ سیالۍ پای ته ورسېدې

org2_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۸/۲۹ - ۱۰:۳۹
خوست؛ په‌تڼيو ولسوالۍ کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ غوره لیګ سیالۍ پای ته ورسېدې

د خوست ولایت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند پدټېپ بال کرکټ فدراسيون له لوري د تڼيو ولسوالۍ په ګربز صحرا سيمه کې د ۶ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ غوره ليګ سيالۍ پای ته ورسېدې.

د دغو سياليو پايلوبه د اتل ياران او اتل زمريان لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، لومړی توپوهنه اتل زمريان لوبډلې وکړه او په ټاکلو اوو اورونو کې يې سیالې لوبډلې ته د پنځو لوبغاړو په زيان ۸۴ منډې هدف کېښود، د لوبې په دويمه پاڼۍ کې اتل ياران لوبډلې ياد د درېيو لوبغاړو په زيان پوره کړ او په اوو ويکټو يې اتلولي خپله کړه.

هېره دې نه وي چې دغو سياليو يوه مياشت دوام وکړ او په پای کې غوره لوبډلو او لوبغاړو ته چمتو شوې ډالۍ ورکړل شوې.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۱ - ۹:۴۴
Background image

بادغیس؛ مرکز قلعه نو کې د ۱۲۰ ورزشکارانو ترمنځ د غېږنیونې سیمه ییزې سیالۍ پای ته ورسېدې

د بادغیس ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د کورش ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په مرکز قلعه نو کې د ۱۲۰ ورزشکارانو ترمنځ د غېږنیونې سیمه ییزې سیالۍ پای ته ورسېدې.

د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۰ - ۱۴:۵
Background image

د پروان په کوربتنو د هېواد د اتو ولایتونو ۱۰۸ ورزشکارانو ترمنځ رزمي سیالۍ وشوې

د پروان ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د رزمي لوبو ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په بګرام ولسوالۍ کې د هېواد د اتو ولایتونو د ۱۰۸ ورزشکارانو ترمنځ د رزمي لوبو او. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۰ - ۱۲:۵۳
Background image

میدان ودرګ؛ جغتو ولسوالۍ کې د ۱۵ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د میدان وردګ ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په جغتو ولسوالۍ کې د ۱۵ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د جغتو سټار لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو. . .

BACK TO NEWS