خوست؛ په باک ولسوالۍ کې له مخدره توکو سره د مبارزې جام په نوم د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۱/۱۲/۲۱ - ۸:۴۵
خوست؛ په باک ولسوالۍ کې له مخدره توکو سره د مبارزې جام په نوم د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د خوست ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د والیبال فدراسیون په چوکاټ کې له مخدره توکو سره د مبارزې جام په نوم په باک ولسوالۍ کې د ۴۰ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ په بریالیتوب سره پای ته ورسېدې.

دغه ټورنمنټ چې دوه میاشتې وړاندې د ۴۰ لوبډلو ترمنځ په باک ولسوالۍ کې پیل شوی و، پایلوبې ته یې د "ترېزیو سیدالله او نور احمد اسمعیل خېلو" لوبډلو لاره ومونده، چې د " ۲ - ۰ " میدانونو په توپیر د اسمعیل خېلو په اتلولۍ او د ترېزیو لوبډلې په دویم مقام پای ته ورسېد.

په همدې موخه جوړو شوو مراسمو کې، چې د باک ولسوالۍ د کوټکیو سیمې د مارکېټ په میدان کې نیول شوي و، د خوست ورزشي امر عطاء الله کډوال ترڅنګ، د والیبال فدراسیون مشر زمري سیلاني، د باک او علیشیرو ولسوالیو ملکي او نظامي مسوولینو، قومي مشرانو ، ځوانانو او د ورزش ګڼو مینوالو پکې برخه اخیستې وه.

د مراسمو په دویمه برخه کې چې د ویناوو او ډالیو د وېشلو برخه وه د خوست ورزشي امر کډوال د سیمې له ځوانانو مننه وکړه، چې دومره لوی ټورنمنټ یې په ښه شان ترسره او په بریالیتوب سره یې پای ته ورساوه.

په پای کې لومړي او دویم مقام ګټونکو لوبډلو ته کپونه او غوره لوبغاړو ته مډالونه، ستاینلیکونه او نورې ډالۍ ورکړل شوې.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱ - ۱۰:۹
Background image

بلخ؛ دولت آباد ولسوالۍ کې د موی تای سيالۍ وشوې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش رياست په همغږۍ، د پانکريشن فدراسيون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په دولت آباد ولسوالۍ کې د ۴۰ ورزشکارانو ترمنځ د موی تای سيالۍ وشوې.

دا سیالۍ د نويو. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱ - ۱۰:۷
Background image
دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱ - ۱۰:۵
Background image

د ورزش ادارې مرستيال د ش.ه.ید عبدالرحيم لېسې د فوټبال له ميدان څخه لېدنه وکړه

\د المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي رياست او د فوټبال ملي فدراسيون فني او مسلکي مرستيال حافظ احمد جان ځدراڼ او ورسره مل پلاوي د ش.ه.يد عبدالرحيم عالي لېسې د فوټبال او باسکټبال له. . .

BACK TO NEWS