خوست؛ په خوست کې د اوو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ لیګ سیالۍ پای ته ورسېدې

org_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۵/۹ - ۱۱:۵۶
خوست؛ په خوست کې د اوو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ لیګ سیالۍ پای ته ورسېدې

د خوست ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند ټېپ بال کرکټ په چوکاټ کې د اسماعیل خېلو او مندوزیو ولسوالیو د بهرام کرکټ کلب پر میدان د اوو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ لیګ سیالۍ د فضلي کرکټ کلب په بریا پای ته ورسېدې.

د دغو سیالیو پایلوبې ته د پیر کرکټ کلب او بهرام خېلو فضلي کرکټ کلب لوبډلو لار موندلې وه، د لوبې لومړۍ پاڼۍ پیر کلب لوبډلې ولوبوله او ټاکلو ۱۰ اورونو کې یې سیالې لوبډلې ته ۱۱۷ منډې هدف کېښود، بل لوري ته فضلي کرکټ کلب لوبډلې یاد هدف په دوو ویکټو د لوبې په اووم اور کې پوره کړ او د یادو سیالیو اتلولي یې خپله کړه.

د یادونې وړ ده چې دغه لیګ یوه میاشت دوام وکړ او تېره ورځ پای ته ورسېد.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۱ - ۹:۴
Background image

پکتیا؛ مرکز ګردېز ښار کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پیل شوې

د پکتیا ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د فوټبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت مرکز ګردېز ښار کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د فوټبال دوستانه سیالۍ پیل شوې.

د یادو سیالیو لومړۍ. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۱ - ۹:۲
Background image

کندز؛ قلعه زال ولسوالۍ کې د ١١ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د کندز ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د والیبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په قلعه زال ولسوالۍ کې د ١١ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ د قلعه زال منتخبې لوبډلې په. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۱ - ۹:۰
Background image

د افغانستان اړوند د نن ورځې مهم ورزشي خبرونه!

د افغانستان اړوند د نن ورځې مهم ورزشي خبرونه!

سه‌شنبه، دچنګاښ ١٠مه، ۱۴۰۴

 

BACK TO NEWS