خوست؛ په صبریو يعقوبيو ولسوالۍ کې د ۸۰ ورزشکارانو ترمنځ د کونگفوتوا ټاکنيزې سيالۍ ترسره شوې
د خوست ولايت د بدني روزنې او سپورټ امريت اړوند د کونگفتوا فدراسيون د استازولۍ له لوري د صبریو يعقوبيو ولسوالۍ په خالبساط بازار کې د ۸۰ ورزشکارانو ترمنځ د کونگفوتوا ټاکنيزې سيالۍ ترسره شوې.
دغه سیالۍ، چې په بېلابېلو عمري کټگوريو کې ترسره شوې، په پايله کې ۲۰ تنه غوره ورزشکاران د ياد ولايت منتخبې لوبډلې ته وټاکل شول.
ياده دې وي، چې د دغو سياليو په پای کې غوره ورزشکارانو ته مډالونه او د اتلولۍ حکمونه ورکړل شول.
