خوست؛ په عليشېرو تريزيو ولسوالۍ کې د ۱۴ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ پای ته ورسېدې

د خوست ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د فوټبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د عليشېرو تريزيو ولسوالۍ په تورو اوبو سيمه کې د ۱۴ لوبډلو ترمنځ د اتفاق جام په نوم د فوټبال سيالۍ د رسول خان لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
د يادو سياليو پايلوبه د رسول خان او مهدي خېلو لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې د لوبې په ټاکلي وخت سيالۍ ۱-۱ مساوي پای ته ورسېده، خو په پنالټيانو کې بيا رسول خان لوبډلې سيالې لوبډلې ته ۳/۲ گولونو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي يې په خپل نوم کړه.
دغه سیالۍ چې شاوخوا ۲۰ ورځې يې دوام وکړ، په پای کې اتلې لوبډلې ته د اتلولۍ جام او غوره لوبغاړو ته چمتو شوې ډالۍ ورکړل شوې.